IQNA

د پتمنو انسانانو جدی غوښته د نړیوال عادلانه  نظام را مینځةکیدا ده

5:36 - May 15, 2024
د خبر لمبر: 3489222
ایکنا -  د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل، هغه ښکارنده چې  نن سبا  د فلسطین په دفاع کې  په نړۍ کې لیدل کیږي،  دنړۍ د عادلانه نظام د رامینځةکیدا لپاهر د دنیا د پتمنو انسانانو د جدي غوښتې ښودنه کوي.

ایکنانیوز له مشهده راپور راکوي، د  ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې نړۍ متوجه شوې ده ،  صهیونیسټ رژيم یوه  داسې سرطاني دانه ده چې باید ریښې ئې وچې شي ، څو دنیا آرامښت وویني ، ووئيل،  د غزې دماشومانو وینه  دومره قدرت لري چې  د جنایتکار صهیونیسټي رژيم   عمر بای ته ورسول شي.

تسنیم خبری آژاانس له مشهده راپور ورکړی، د  اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  د حضرت اما مرضا علیه السلام  دنړیوال کانګرس په پایزو دستورو کې  چې په  مشهد مقدس کې ددغه امام بزرګوار په حرم کې ترسره شوه ، د کرامت لسیزې دمبارکو شپو ورځو په  مبارکۍ وئیلو سره  ووئيل، په دغه نړیوالو کانګرس کې پر دې ټینګار وشو چې  نن سبا اسلامی ټولنې په تیره بیا   ځوانان د دین ډير لیواله او مشتاق دي په دغه پړاؤ کې دین ته  توجه ډيره زیاته شوې ده  او دلیل ئې دا دی چې  اوس ټول پوهه شوي دي ،  د اسلامی نظام عدالت غوښتنه  او له ظلم او استبداد سره  مبارزه  یوه په حقه لاره ده ،ارواښاد ا مام خمینی  چې فلسطین او د قدس آزادول ئې  دنړۍ لومړنۍ موضوع بلله ، حق  ده .  اسلامی نړۍ او د بشریّت نړۍ  په دې  ټکي پوهه شوې ده چې  صهیونیسټي رژيم  یوه سرطاني دانه ده  او باید  له ریښو وویستل شي  څو دنیا دآرامښت او ثبات مخ وویني .

 د اسلامی ایران ولسمشر  ووئيل، په دې ډير افسوس  دی چې  په دغې دنیا کې  نسل وژنې ، ماشو وژنې  او د بشریّت په ضد دغه ټول جنایتونه شته دي  او  له دې لازیات افسوس   له دې موضوع دا مریکا او لویدیځوالو  پر ملاتړ  دی  او له لازیات افسوس په دې دی  چې  نړیوال  حقوقي نظام او نړیوالو قوانین  د غزې دمظلومو او بې څوکه  او مقتدره  خلکو څخه د ملاتړ لپاره  هیڅ   کار نشي کولی  او  سرزورو او سرزوریو په وړاندې بې وسه دي  او مظلومان  چغې پورته کوي  او مرستې ته ئې هیڅوک  نه ورځي. نو مشخصه ده چې پر دینا واکمن دا نړیوال نظام عادلانه نه  دی  او حتما  باید  په یوه نړیوال عادلانه نظام بدل شي   چې د درست  انسانیّت  اوس همدغه یوه غوښتنه ده چې ان شاا...  د امام الزمان په ظهور سره به دغه درست نظام  عادلانه او  او بشریّت به هم د انصاف  اوعدالت  په خوږلښت پوهه شي.

خواست جدی انسان‌های آزاده برای شکل‌گیری نظم عادلانه جهانی

هغه په دوام کې ووئیل، چا دا فکر کاوه چې  د امریکا پوهنتونوال او استاذان  به  عدالت  او حق غوښتنې لپاره پورته شی  او په ټولو ملتونو کې به په یوه خوله د فلسطین د آزادۍ او د مظلومانو ددفاع  او د ستمګرو په ضد د مبارزې چغې پورته شي؟ دا  ښکارنده چې اوس  په دنیا کې لیدل کیږي،  د نړیوال  عادلانه نظام  دبڼه موندنې لپاره د  پتمنو انسانانو  یوه جدي غوښته ده ، هغه څه چې نن سبا  په دنیا کې  د نړیوال نظام په توګه شته بالکل بې انصافه  او له عدالته لیرې یو نظام دی .

د اسلامی ایران ولسمشر په پاي کې پر اسلامی امت هم غږ وکړ چې په خود کې دې شي او  د اسلامی  اقدارو او ارزښتونو ددفاع لپاره دې سره یو موټی شی او  د مظلومانو اوبې څوکه فلسطینیانو په تیره بیا د غزې  دمظلومو  ښځو او ماشومانو د مظلومیّت په چغې دې  لبیک ووائي او د خپلو خوئيندو وروڼو  مرستې ته دې ودانګي.   

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4215834  

 

captcha